لیکوال: ابویاسر بـــــرخه: درس الحدیث كـــتني: 74
عن ابي مالك الأشعري قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «من فصل في سبيل الله فمات، أو قتل ، أو وقصه فرسه، أو بعيره أو لدغته هامة، أو مات على فراشه، أو بأي حتف شاء الله، فإنه شهيد، وإن له الجنة . رواه ابوداود۳\ ۹ باب في من مات غازیا . مشکوة ۲\۳۵۵ کتاب الجهاد
ژباړه : ابومالک اشعري رضی الله تعالی عنه وایې چې درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مي اوریدلي دې : چې ویل یې : څوک چې جهاد ته ولاړشې اوبیامړشې ، یاشهیدشې ،یایې [ دسفرسوارلۍ ] آس یااوښ وغورځوي [اومړشې ]یایې کوم زهرجن حشرات وداغې ،[مړشې ] یاپه خپله بستره باندي دکومې بیمارې پرته مړشې ، یاپه بل هرډول چې دالله تعالی ورته اراده شوي وي .مړشې نوداشهیدګڼل کیږي اوده لره به جنت وي .
تشریح : په ذکرشوي حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم دجهاد فضیلة ته عجیبه اشاره کړي ، اوهغه داچې : کله یوتن دالله تعالی درضاء لپاره جهاد ته ولاړشې وړاندي له دې چې ددښمن سره مخ شې ؛بیمار شې اومړشې ، نوشهید دی اودشهادت ثواب یې په برخه کیږي ،اوهغه داچې په قبرکې به سوال نه ځيني کیږي ، له عذاب څخه به په امن وي ، جنت دروازي به ورته پرانستې وي ، اودجنت له نعمتونوڅخه به استفاده کوي ،دقیامت په ورځ به دډیرو خپلوانو شفاعت کوي ،
همداراز که دغه مجاهدددښمن سره مخ شې اودجګړي په ترڅ کې شهیدشې ،
یایې سوارلۍ وغورځوي مړشې
یایې کوم زهرجن حشرات وداغې اومړشې
یا پرته له کومې بیماري اوعلته په همدغه سفرکې مړشې
یاپه بل هرډول مرګ چې دالله تعالی ورته اراده شوي مړشې .
نودی شهیدګڼل کیږي ، اودشهیدمقام به ترلاسه کړي .
له دې حدیث څخه معلومیږي چې داسلام په سپیڅلې دین کې جهاد څومره ارزښت اوسترمقام لري ، چې په دې لاره کې عادې مرګ هم دشهادت په څیرمرتبه لري .
افغانستان